په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي
په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي
د ۱۷۸۸ میلادي کال د مارچ په ۲۱ مه نیټه د امریکا متحده ایالتونو د لویزینا ایالت د نیو اورلینس ښار په کامله توګه وسوځید. د نوموړې اورلګیدنې لامل چې نامعلوم وو په ښار کې د ۱۱۰۰ تنو نه یواځې ۲۰۰ تنه ژوندي وژغورل شول.
//////////
د ۱۹۶۰ میلادي. کال د مارچ په ۲۱ مه نيټه د سویلي افریقا د شارپیویلي په ښار کې پولیسو په بې وسلې تورپوستو ډلې ډزې وکړې چې په نتیجه کې ۶۹ تنو ژوند د لاسه ورکړ او تر ۱۸۰ تنه ډیر ټپيان شول.
ددې پیښې نه وروسته ملګروملتونو سازمان د مارچ ۲۱مه نیټه توکمیز تبعیض پر خلاف د مبارزې د ورځې په توګه اعلان کړه.
///////////////
د ۱۹۷۳ میلادي کال د مارچ په ۲۱ مه نيټه د ترکیې ملي او خلکو مشهور شاعر عاشق وایسل شاتراوغلو د ۷۹ کلونو په عمر وفات شو.
/////////////////////
د ۱۹۸۰ میلادي کال د مارچ په ۲۱ مه نیټه شوروي اتحاد د افغانستان د اشغالولو نه وروسته د امریکا ولسمشر جیمي کارټر په شوروي کې جوړ شوي د اوړي په اولمپیاتو کې د امریکا د لوبډلې د نه استولو پریکړه وکړه. امریکا د شوروي لخوا د افغانستان د اشغالولو په غبرګون کې دا پریکړه وکړه.