په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي
په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي
د ۱۸۱۵ میلادي کال د مارچ په شلمه نیټه د فرانسې امپراتور ناپولیون بوناپارت چې د ایلبي ټاپو ته تبعید شوی وو د هغه ځای نه د تښتیدو نه وروسته د نږدې ۱۴۰ زره کسیز منظم پوځ او ۲۰۰ زرو تنو رضاکاره ځواکونو سره پاریس ته راستون شو.
//////////////////////
د ۱۹۷۱ میلادي کال د مارچ په شلمه نیټه د ترکیې نامتو ژورنالست او لیکوال فالیح رفقي اتای چې د جمهوریت په لومړیو کلونو کې د اتاترک او د هغه د نږدې ملګرو په اړه د چانکایا او اتاترک څه وو په نامه کتابونو د لیکولو سره ځانګړی شهرت پيدا کړی وو د ۷۷ کلونو په عمر په استانبول کې ومړ.
/////////////////
د ۲۰۰۳ میلادي کال د مارچ په شلمه نيټه د عراق او امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو ترمنځه د خلیج دویمه جګړه د ائتلافي ځواکونو لخوا په بغداد د هوايي بریدونو سره پیل شوه. دا جګړه چې د صدام حسین د حکومت د لمنځه وړو په خاطر پيل شوې وه په ۲۰۱۱ کال کې رسمآ پایته ورسیده. په نوموړې جګړه کې چې په سلګونو زرو تنو ژوند د لاسه ورکړ او هیواد یو بې استقراره او بې ثباته هیواد بدل شو.
//////////////////
د ۲۰۱۶ میلادي کال د مارچ په شلمه نيټه د امریکا ولسمشر بارک اوباما کیوبا ته تاریخي سفر پیل کړ. دا سفر د امریکا نه کیوبا ته د ولسمشر په کچه د ۸۸ کلونو نه وروسته ترسره شوی لومړنی سفر وو.