راځۍ چې وګورو چې نن ورځ په تاریخ کې کومې مهمې پیښې رامنځته شوي دي.
راځۍ چې وګورو چې نن ورځ په تاریخ کې کومې مهمې پیښې رامنځته شوي دي.
د ۱۷۹۲ میلادي کال د جنوري په لسمه نیټه د عثماني امپراتورۍ او روسیې ترمنځه د پنځه کلنې جګړې نه وروسته د یاش په نامه تړون لاسلیک شو. د یاش د تړون سره د عثماني امپراتورۍ او روسیې ترمنځه په ۱۷۸۷میلادي کال کې پيل شوې جګړه رسمآ پایته ورسیده.
/////////////
د ۱۹۰۰ میلادي کال د جنوري په لسمه نیټه د نړۍ د غیږنیونې قهرمان قره احمد د شلمې پيړۍ د پیل په ویاړ په پاریس کې جوړه شوې د غیږ نیونې د اتلولۍ په سیالۍ کې د اتلولۍ په ګټولو سره د اتلانو د اتل لقب يي ترلاسه کړ.
/////////////
د ۱۹۲۰ کال د جنوري په لسمه نیټه د ملګروملتونو د ننۍ سازمان لومړنی حال چې د ملتونو د اتحاد په نامه یادیده تاسیس شو. امریکا پدې اتحاد کې ګډون نوو کړی.
////////////////////
د ۱۹۴۴ کال د جنوري په لسمه نیټه په ترکیه کې د لومړي ځل لپاره د نوري دیمیراغا په فابریکه کې شوې الوتکه وازمایل شوه.
////////////////
د ۱۸۶۳ کال د جنوري په لسمه نیټه په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره په لندن کې جوړه شوې د مځکې لاندې د میترو ریل ګاډی لومړنۍ کرښې میتروپولتین په فعالیت پیل وکړ.
//////////////
د اسپانیا او امریکا د جګړې نه وروسته کیوبا د ۱۸۹۸ کال د جنوري په لسمه نیټه د اسپانیا نه ازادي ترلاسه کړه.
/////////////
د ۱۹۸۳ کال د جنوري په لسمه نيټه په ارجنټاین کې پوځي رژیم یا حکومت پایته ورسید.