په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي
په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي
راځۍ چې وګورو چې نن په تاریخ کې کومې مهمې پیښې رامنځته شوي دي.
د ۱۹۱۶ کال د جنوري په نهمه نيټه په ترکیه کې د سدالبحر جګړه پایته ورسیده. د سدالبحر جګړه د چناق کلا د جګړې وروستۍ او تر ټولو لویه جګړه ده.
د ۱۹۳۶ کال د جنوري په نهمه نيټه په ترکیه کې د انقرې پوهنتون د ژبې تاریخ او جغرافیې فاکولته د اتاترک په ګډون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه. د ترکیې د وخت د پوهنې وزیر صافت اري کان د فاکولتې د پرانیستو په مراسمو کې وویل چې « وروست معلومیدونکی د نړۍ کولتور به ترکي ماشومان له سره آباد کړي»
/////////
د ۱۹۵۱ کال د جنوري په نهمه نیټه د ملګروملتونو سازمان عمومي مرکز پرانیستل شو. سره ددې چې د ملګروملتونو عمومي مرکز د امریکا متحده ایالتونو د نیویارک په ښار کې یعنې د امریکا په خاوره کې شتون لري خو د ملګروملتونو سازمان د عمومي مرکز خاوره د ځايي، ایالتي او فدرال قوانینو له مخې د نړۍوالې خاورې په توګه یادیږي.
//////////////
د ۱۹۰۰ کال د جنوري په نهمه نیټه په مصر کې د قاهرې ریل ګاډي چارې سرته ورسیدې او په فعالیت يي پیل وکړ.
////////////
د ۱۹۹۱ کال د جنوري په نهمه نیټه په ترکیه کې په ښاري ټرانسپورت کې د سګرټو او دخنیاتو په تجاري اعلاناتو بندیز ولګول شو.