امریکا په پولنډ او هالنډ باندې د پرمختللو شعاع ضد لارښود توغندیو پلور تصویب کړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې پر دوو اروپايي هیوادونو پولنډ او هالنډ د پراخو واټن ویشتونکو پرمختللو وړانګو ضد لارښود توغندیو احتمالي پلور منظور شوی دی.
2131914

پولنډ د یو عشاریه ۲ میلیارد ډالرو په ارزښت د ۳۶۰ انټي رادار توغندیو او پروګرام ملاتړ غوښتنه کړې او هالنډ د ۷۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د ۲۶۵ توغندیو غوښتنه کړې. ویل شوي چې هغه توغندي چې اروپايي هیوادونه غواړي د خپلو دفاعي وړتیاوو د لوړولو په موخه وپیري، د AGM-88 HARM ضد رادار توغندیو پرمختللې نسخه ده چې په رښتیني جنګي شرایطو کې کارول شوي دي.