الکساندر لوکاشینکو ویلي چې ناټو خپل پوځي ځواک د دې هیواد په لویدیځو پولو متمرکز کړی دی.

د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو ویلي چې ناټو خپل پوځي ځواک د دې هیواد په لویدیځو پولو متمرکز کړی دی.

2131785
الکساندر لوکاشینکو ویلي چې ناټو خپل پوځي ځواک د دې هیواد په لویدیځو پولو متمرکز کړی دی.

د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو ویلي چې ناټو خپل پوځي ځواک د دې هیواد په لویدیځو پولو متمرکز کړی دی.

"دوی غواړي موږ جګړې ته راکاږي."

د بیلاروس ولسمشر لوکاشینکو دا څرګندونې  بیلاروس د خلکو په مجلس کې ، چې د اساسي قانون د تعدیل سره ورته تر ټولو لوړ واک ورکړ شوی دی وکړې.

لوکاشینکو دې ته په اشارې سره چې ناټو خپل پوځي ځواک په پولنډ او د بالتیک په هیوادونو کې د دوې د  هیواد په لویدیځو پولو متمرکز کړی دی. هغه  یادونه وکړه چې ناټو د خپلو ستراتیژیکو اټومي وسلو عصري کولو ته دوام ورکوي او دې ورته چارې په خپلو هډو کې هم ترسره کوي.

لوکاشینکو وویل "یوه خبره روښانه ده، دوی په رښتیا غواړي موږ جګړې ته راکاږي . د اعلی سرقومندان په توګه زه ،زموږ پوځ او زموږ استخباراتو اداره ددې شاهده ده او په ډیره ښه توګه يي ویني. هغوې زمونږ د تحریکولو په خاطر  خندقونه کیندي او خپلې وسلې عصري کوي. خو مونږ بیا د پولې پورې غاړې ته د سوله ایز ژوند د جوړولو لپاره کار کوو. موږ خندق نه کیندو، خو هیڅوک دې زمونږ دا کړنې پاسیفیسم نه بولي."

هغه د دې په ټینګار سره چې بیلاروس به متضاد اقدامات وکړي او د ګواښونو په ډیریدو سره به خپل جنګي ځواک پیاوړی کړي . لوکاشینکو خبرداری ورکړ ، "دوې دې موږ نه مجبوروي چې غیر متناسب اقدامات وکړو."



اړوند خبرونه