ملګرو ملتونو پر انګلستان د کډوالو په اړه د تصویب کړي قانون باندې د بیا کتنې غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو پر انګلستان روانډا ته د ناقانونه کډوالو د انتقال  په اړه پر جنجالي لایحې د بیا کتنې غږ وکړ.

2131297
ملګرو ملتونو پر انګلستان د کډوالو په اړه د تصویب کړي قانون باندې د بیا کتنې غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو پر انګلستان روانډا ته د ناقانونه کډوالو د انتقال  په اړه پر جنجالي لایحې د بیا کتنې غږ وکړ. د ویلو ده پارلمان او کابینې روانډا ته د غیرې قانوني کډوالو د انتقال  په اړه د قانون لایحه تصویب کړه.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر ولکر ترک او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر فیلیپو ګراندي ویلي چې دوی د  انګلستان پارلمان لخوا  روانډا ته د غیرې قانوني کډوالو د انتقال په اړه د قانون د لایحې له تصویب له امله ډیر اندیښمن دي او ویلي یې دي "غواړو یو ځل بیا ددې لایحې د منفي اغیزو په اړه خبرداری ورکړ. دا مسئله به  د نړیوال مسوولیت د شریکولو، د بشري حقونو او د کډوالو د ساتنې په مسئلې ډیرې بدې اغیزې وکړي."

نوموړو په خپور کړي بیان کې له انګلستان څخه  غوښتي  چې روانډا ته د غیرقانوني کډوالو د لیږلو په پلان باندې له سره کتنه وکړي او سپارښتنه شوې چې پر ځای یې د غیرقانوني کډوالو د راتګ د مخنیوي لپاره عملي اقدامات وکړي.

په بیان کې د کډوالو لپاره د اقداماتو په برخه کې د نړیوالې همکارۍ او د بشري حقونو نړیوال قانون ته د درناوي اهمیت ته هم اشاره شوې.

ګرانډي وویل، "نوی قانون ښیي چې انګلستان د کډوالو د کنوانسیون څخه په سرغړونې سره، اړو خلکو ته د پناه ورکولو له خپل اوږد دود څخه یو ګام نور هم لری شوی دی " هغه ویلي دي چې د کډوالو ساتنه د ټولو هیوادونو مکلفیت دی.

د بله پلوه والکر ترک  ویلي دي  چې دا نوی قانون به په انګلستان کې د قانون حاکمیت په جدي توګه نقض کړي  او په ټوله نړۍ کې به یو خطرناک مثال شي.

د ویلو ده چې د قانون  لایحه به د انګلستان د پاچا چارلس دریم  له تصویب وروسته قانون شي.



اړوند خبرونه