هند په بریالیتوب سره د یو بالستیک توغندي د ازمایلو نه خبر ورکړی دی.
هند خپل ۲۵۰ کیلومتره واټن ویشتونکی بالستیک توغندی کریسټال ماز-۲ بالستیک توغندی په بریالیتوب سره ازمایلی دی.
2131339
هند په بریالیتوب سره د یو بالستیک توغندي د ازمایلو نه خبر ورکړی دی.
هند خپل ۲۵۰ کیلومتره واټن ویشتونکی بالستیک توغندی کریسټال ماز-۲ بالستیک توغندی په بریالیتوب سره ازمایلی دی.
د هند د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د کریسټال ماز-۲ ډوله توغندی په بریالیتوب سره ازمایل شوی دی.
د دغه وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د منځني واټن ویشتونکي بالستیک توغندي ازموينې د دوې عملیاتي وړتیا کچې ښکارندويي کوي.
د هند د دفاع وزارت ویاند بهارت بھوشن بابو د ټولنیزې رسنۍ له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې ، "دا ازموینه عملیاتي چمتووالی په ګوته کوي او په ټیکنالوژۍ کې پرمختګ ښیې."
هند د اپریل په څلورمه اعلان وکړ چې د خپل نوي نسل کورني بالستیک توغندي، اګني پرائم، د الوتنې ازموینه په بریالیتوب سره ترسره کړ.