د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د رشوت اخیستو په شک ونیول شو.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د دفاع د مرستیال وزیر تیمور ایوانوف د توقیف په اړه څرګندونې وکړې.
2131359
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د رشوت اخیستو په شک ونیول شو.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د دفاع د مرستیال وزیر تیمور ایوانوف د توقیف په اړه څرګندونې وکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي، "د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د بډو اخیستو په شک نیول شوی دی. لازمې څیړنې روانې دي."
د کرملین د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دیمیتري پیسکوف هم په دې اړه خبریالانو ته څرګندونې وکړې او ویې ویل چې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایوانوف د توقیف په اړه خبر شوی او د دفاع وزیر سرګي شویګو هم خبر شوی دی.
ایوانوف د ۲۰۱۶ کال په مې میاشت کې د پوتین له خوا د لاسلیک شوي فرمان له مخې د دفاع وزارت مرستیال په توګه ټاکل شوی وو.