د پولنډ ولسمشر : هیواد يي چمتو دی چې د روسیې په مقابل کې د ناټو د اټومي وسلو کوربه توب وکړي
په داسې حال کې چې د ټولې نړۍ پام په منځني ختیځ کې روان کړکیچ ته اوښتی دی، د پولنډ د ولسمشر لخوا د اټومي وسلو په اړه څرګندونو د ټولو پام دې هیواد ته واړو.
په داسې حال کې چې د ټولې نړۍ پام په منځني ختیځ کې روان کړکیچ ته اوښتی دی، د پولنډ د ولسمشر لخوا د اټومي وسلو په اړه څرګندونو د ټولو پام دې هیواد ته واړو. د پولنډ ولسمشر دودا د خپل هیواد د اټومي پریکړې په اعلانولو سره په حقیقت کې روسیې د اټومي وسلو په برخه کې میدان وډبو. دودا اعلان وکړ هیواد یې د اټومي وسلو کوربه توب ته چمتو دی. مسکو د دودا ددې څرګندونو په اړه سمدلاسه غبرګون وښود.
د پولنډ د ولسمشر اندریز دودا څرګندونو په ناڅاپه توګه اټومي بحث او جنجالونه پيل کړل.
دودا وویل چې پولنډ د اټومي وسلو کوربه توب ته چمتو دی.
د پولنډ ولسمشر په یوه مرکه کې چې د ددې هیواد په رسنیو کې پراخه انعکاس موندلی دی، وویل چې په بیلاروس او کالینینګراد کې د روسیې لخوا د اټومي وسلو د پیاوړتیا په مقابل کې ، که چیرې ناټو پریکړه وکړي پولنډ په خپل هیواد کې د اټومي وسلو کوربه توب ته چمتو دی.
دودا وویل چې د پولنډ او امریکا ترمنځ د اټومي همکارۍ په اړه خبرې "له څه مودې راهیسې" روانې دي.
روسیه په زیاتیدونکي توګه کالینینګراد نظامي کوي. دودا وویل، "روسیې په دې وروستیو کې بیلاروس ته خپلې اټومي وسلې لیږدولې،"
د دودا ددې څرګندونو نه د نړۍ د رسنیو لخوا روسیې ته د ښکاره میدان ډبولو په توګه یادونه شوې ده .
د ۲۰۲۳په جون کې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تایید کړه چې روسیې بیلاروس ته تاکتیکي اټومي وسلې لیږلي، چې د اوکراین او پولنډ سره پوله لري.
پولنډ د روسیې د کالینینګراد سیمې او د مسکو له متحد بیلاروس سره ګډه پوله لري.
د پولنډ د اټومي پریکړې په اړه کرملین سمدلاسه غبرګون وښود.
د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دیمیتري پیسکوف وویل، "پوځ به وضعیت تحلیل کړي. که چیرې دا پلانونه پلي شي، زموږ د امنیت د تامین لپاره به ټول اړین ګامونه پورته شي."