د مالیزیا سمندري ځواکونو اړوند د دوو چورلکو د جنیګدو له امله لږ تر لږه لس تنو ژوند د لاسه ورکړ.

په مالیزیا کې د رسم ګذشت پریډ لپاره د تمرین پر مهال دوه چورلکو په هوا کې سره ټکر کړی دی

2130992
د مالیزیا سمندري ځواکونو اړوند د دوو چورلکو د جنیګدو له امله لږ تر لږه لس تنو ژوند د لاسه ورکړ.

د مالیزیا سمندري ځواکونو اړوند د دوو چورلکو د جنیګدو له امله لږ تر لږه لس تنو ژوند د لاسه ورکړ.

د مالیزیا د شاهي سمندري ځواکونو لخوا په جاري شوي بیان کې ویل شوي چې د سمندري ځواکونو دوه چورلکو په سیمه ایز وخت د سهار په ۹:۳۲ دقیقو  د پیراک ایالت په لوموت سمندري هډه کې د رسم ګذشت پریډ  د تمرین پر مهال په هوا کې سره ټکر وکړ. ویل شوي، چې په دې پیښه کې ټولټال ۱۰ تنه وژل شوي دي. په بیان کې ویل شوي، د چورلکو عملې د پيښې په ځای کې ژوند د لاسه ورکړی دی.

د پيښې د قربانیانو جنازې د هویت د تثبیت په موخه  د لوموت سمندري هډې نظامي روغتون ته لیږل شوي دي." په سیمه ییزو رسنیو کې په خپاره شوو فلمونو  کې لیدل کیږي چې یوه چورلکه له بلې سره جنګیږي او بیا دواړه په تیزۍ سره غورځیږي. یوه چورلکه کې ۷ تنه او په بله کې ۳ پرسونل سپاره وو.



اړوند خبرونه