شمالي کوریا یو ځل بیا یو بالستیک توغندی وازمایه
جنوبي کوریا او جاپان خبر ورکړی، چې شمالي کوریا د جاپان د سمندر (ختیځ سمندر) پر لور یو بالستیک توغندی توغولی دی.
جنوبي کوریا او جاپان خبر ورکړی، چې شمالي کوریا د جاپان د سمندر (ختیځ سمندر) پر لور یو بالستیک توغندی توغولی دی.
د يونهاپ د خبر له مخې، د جنوبي کوريا لوى درستيز اعلان وکړ چې شمالي کوريا د جاپان د سمندر په لور يو بالستيک توغندى توغولى دى.
د جاپان ساحلي ګارد هم تایید کړې چې شمالي کوریا په ځايي وخت په د ماسپخین په ۳ بجو او ۴ دقیقو یو بالستیک توغندی توغولی دی.
د جاپان د دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه توغندی د جاپان له ځانګړي اقتصادي زون څخه بهر لوېدلی دی.
د بله پلوه د جاپان صدرات د نوموړي توغندي د احتمالي زیانونو د معلومولو په خاطر یوه څیړنیزه ډله په دنده ګمارلې ده .
د جاپان لومړي وزیر کیشیدا فومیو وویل چې هغه په سیمه کې د "غیر متوقع حالتونو پروړاندې" د ټولو احتیاطي تدابیرو امر کړی.
د يادونې وړ ده، چې دغه ازموينه د جنوبي کوريا پلازمینې سيول ته د امريکا د فضايي ځواکونو د قوماندان جنرال سټیفن واټينګ له سفر سره برابره ده.
د جاپان دولتي ټلویزیون NHK ویلي، شمالي کوریا د روان کال له پیل راهیسې د لسم ځل لپاره د بیلابیلو ډولونو او رینجرو توغندیو ازموینه کړې ده.