د امریکا د ټینیسي ایالت په میمفیس ښار کې په وسله وال برید کې ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د امریکا د ټینیسي ایالت په میمفیس ښار کې په یو عامه جشن خونړی برید شوی. په جشن کې پر ګډون کوونکو د ډزو له امله لږ تر لږه ۲ تنه مړه او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
2130817
د امریکا د ټینیسي ایالت په میمفیس ښار کې په یو عامه جشن خونړی برید شوی. په جشن کې پر ګډون کوونکو د ډزو له امله لږ تر لږه ۲ تنه مړه او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
په داسې حال کې چې په امریکا کې انفرادي وسلو کچه تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلې ده ، پدې هیواد کې نن یو ځل بیا وسله وال برید ترسره شو. د امریکا د ټینیسي ایالت په میمفیس ښار کې په یوه عامه جشن خونړی برید وشو چې له امله يي ۲ تنه مړه او ۶ نور ټپیان شوي دي. د بله پلوه ، د میمفیس پولیسو ویلي دي چې دا جشن پرته د اجازې اخیستو جوړ شوی وو.
په جشن کې په سلګونو تنو ګډون کړی وو چې دوه تنه پکې مړه او ۶ تنه نور ټپیان شوي وو. ویل کیږي د ټپیانو نه د یو تن روغتیايي حالت باریکه دی.