د جاپان د سمندري ځواکونو اړوند دوه چورلکې سمندر ته لویدلې دي
د جاپان د سمندري ځواکونو دوه هلیکوپترې چې ۸ تنه پرسونل پکې سپاره وو د شپې د روزنې د الوتنې پر مهال په ارام سمندر کې ولوېدل.
د جاپان د سمندري ځواکونو دوه هلیکوپترې چې ۸ تنه پرسونل پکې سپاره وو د شپې د روزنې د الوتنې پر مهال په ارام سمندر کې ولوېدل.
جاپان د نوموړو چورلکو د موندولو په موخه د پلټنې چارې پيل کړي دي. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دواړو چورلکو کې ټولټال ۸ تنه پرسونل سپاره وو، چې یو یې مړ او ۷ تنه لادرکه دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا پیښه د روزنیزو الوتنو پر مهال د دوو چورلکو د ټکر له امله رامنځته شوې ده . دواړه چورلکې د ټکر نه وروسته ارام سمندر ته ولویدې. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دواړو چورلکو کې ټولټال ۸ تنه عمله سپاره وو، چې یو یې مړ او ۷ تنه لادرکه دي.
د جاپان د دفاع وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: "د شنبې په ورځ ، د اپریل په شلمه ، د شپې ۱۰ بجو او ۳۸ دقیقو په شاوخوا کې د سمندري ځواکونو دوه SH-60K چورلکې په شپه کې د اوبتل یا تحت البحري کښتیو نه د دفاع د جګړې د روزنیزو الوتنو په جریان کې ایزو ټاپو کې د توریشیما په ختیځ کې په سمندر کې لا درکه شوې. د ویلو ده چې په چورلکو کې ټولټال ۸ تنو پرسونل شتون درلود چې یو تن يي مړ او ۷ تنه نور يي لا درکه شوي دي. د پلټون د چارو پر مهال په سمندر کې یوه پارچه موندل شوې ده چې ګمان کیږي د ټکر شوو چورلکو اړوند وي."
د جاپان د دفاع وزیر مینورو کیهارا اعلان وکړ چې ددې پیښې نه لږ وروسته ژغورل شوی یو تن پرسونل ژوند د لاسه ورکړ.
وزیر کیهارا وویل " دا یوه ډیر خواشینوونکی پیښه ده ، که څه هم د پیښې له پیل راهیسې د لټون او ژغورنې هڅې په دقت سره ترسره شوي خو تر اوسه لا درکه کسان ندي موندل شوي. ددې پيښې قربانیانو ته دعا کوي. د لټون چارې دوام لري."