د آسټرالیا په سیډني ښار کې په یو شاپنگ مال کې د چړې په برید کې لږ تر لږه ۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی
د آسټرالیا په سیډني ښار کې د ویسټفیلډ بونډي جنکشن شاپنگ مال کې د چړې په برید کې لږ تر لږه ۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د آسټرالیا په سیډني ښار کې د ویسټفیلډ بونډي جنکشن شاپنگ مال کې د چړې په برید کې لږ تر لږه ۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
یو کس په لاس کې د چړې په وسیله شاوخوا کسانو برید کړی د ۶ تنو د وژل کیدو لامل شوی دی.
برید کوونکی د پولیسو لخوا وویشتل شو او ووژل شو. تر اوسه د برید لامل او د بریدګر هویت نه دی په ډاګه شوی.
د امبولانس چارواکو اعلان وکړ چې ډیری خلک د چړې د برید له امله ټپیان شوي. پدې برید کې یو تن ۹ میاشتني ماشوم هم ټپي شوی ، روغتون ته وړل شوي. ویل شوي، چې د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی.
د پیښې نه وروسته په زرگونو خلک د شاپینګ مال څخه تخلیه شوي دي.
دوو عیني شاهدانو چې له رویټرز سره یې خبرې کولې ویلي چې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي. یوه عیني شاهد وویل چې دوی یوه ټپي ښځه ولیدله چې د یو زرګر دوکان په مخکې پرته وه.
ایالتي پولیسو ویلي چې د پولیسو عملیات روان دي او خلک له سیمې ایستل شوي، خو د پېښې په اړه یې نور جزیات ندي ورکړل شوي.
په ټولنیزو رسنیو کې ځینې پوسټونه ښیې چې ډیری خلک د شاپینګ مال څخه تښتیدلي ، د پولیسو موټرونه او بیړني خدمات سیمې ته رسیدلي.
د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز په خپل بیان کې ویلي چې فدرالي پولیسو هغه ته د پیښې په اړه خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د برید له امله د اغیزمنو شویو کسانو او د هغوی د خپلوانو درد احساسوي.