د نیوزیلینډ د بهرنیو چارو وزیر : نړۍ باید پر غزې د اسرائیلو د بریدونو مخه ونیسي

د نیوزیلینډ د بهرنیو چارو وزیر وینسټن پیټرز وویل چې نړۍ باید په غزه کې چې د  اسرائیلو بریدونه پکې  دوام لري د "ناورین" د مخنیوي لپاره اقدام وکړي .

2126296

پیټرز د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په خپله وینا کې وویل چې په غزه کې باید ژر تر ژره اوربند اعلان شي.

پیټرز وویل چې پر غزې د اسرائیلو د بریدونو اصلي قیمت او بیه  فلسطیني ملکي وګړي پرې کوي.

غزه چې تر دې جګړې مخکې له سترو ستونزو سره لاس او ګریوان وه، اوس په یوه کنډواله بدله شوې ده.

 وزیر پیټرز ټینګار وکړ چې د دایمي غړو لخوا د پریکړه لیکونو تکرار ویټو د دې لامل شوی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د نړیوالې سولې او امنیت ساتلو لپاره د خپل مسؤلیت په ترسره کولو کې پاتې راشي.

پیټرز وویل چې نړۍ باید په غزه کې د روان "ناورین" د بندولو لپاره اقدام وکړي. پیټرز وویل چې اسرائیل باید هر هغه څه وکړي چې غزې ته د بشردوستانه  مرستو لاسرسي ډاډمن کړي.

پیټرز یادونه وکړه چې دوی د اسرائیلو د هغو څرګندونو په اړه جدي اندیښنه لري چې ممکن د غزې په رفح ښار برید وکړي چیرې چې فلسطینیانو پناه اخیستې.

فلسطینیان باید د حماس د ماتولو قیمت ادا نه کړي.

د اکتوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې تر ۳۳ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.

اړوند خبرونه