د امريکا ولسمشر جو بايډن د چین د ولسمشر سره د ټيلیفون له لارې خبرې وکړې.
د امريکا ولسمشر جو بايډن د چین د ولسمشر سره د ټيلیفون له لارې خبرې وکړې. د ویلو ده چې بایدن او د چين ولسمشر شي جين پينګ د دوه اړخيزې سوداګرۍ، سيمه ييزو او نړيوالو مسايلو لکه د تايوان تنګي او د جنوبي چين سمندر په اړه خبرې اترې وکړې.
د امريکا ولسمشر جو بايډن د چین د ولسمشر سره د ټيلیفون له لارې خبرې وکړې. د ویلو ده چې بایدن او د چين ولسمشر شي جين پينګ د دوه اړخيزې سوداګرۍ، سيمه ييزو او نړيوالو مسايلو لکه د تايوان تنګي او د جنوبي چين سمندر په اړه خبرې اترې وکړې.
د سپینې ماڼۍ لخوا د خپور شوي بیان له مخې، بایډن او شي ټیلیفوني خبرې وکړې.
دواړو مشرانو پر ډېرو موضوعاتو لکه د پوځونو ترمنځ همکاري، د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه، د مصنوعي زیرکتیا اړوند مسايل او د اقليمي بدلون په اړه خبرې اترې وکړې.
بايډن په داسې حال کې چې شي جين پينګ ته يې د تايوان په تنګي کې د سولې او ثبات د اهميت يادونه وکړه، هغه دا هم وويل چې د جنوبي چين په سمندر کې بايد ازاد تګ راتګ او د قانون حاکميت وساتل شي.
بایډن د روسیې د دفاعي صنعت په زیربناوو کې د چین د ونډې او د اروپا او ترانزاټلانټیک امنیت لپاره د دې منفي اغیزو په اړه اندیښنه څرګنده کړه.
بایډن د امریکا او چین ترمنځه تجاري رقابت او غیرې عادلانه کړنو په اړه هم خبرې وکړې او وویل چې دا ډول کړنۍ زمونږ اړیکو ته زیان رسوي. دا د امریکا کارګرانو او بزګرانو ته زیان رسوي .
د چین د بهرنیو چارو وزارت د بیان له مخې، په دې ټيلیفوني خبرو کې چې د بایډن په غوښتنه ترسره شوه، دواړو مشرانو د چین او امریکا د اړیکو او د ګډو ګټو پر مسلو د نظر تبادله وکړه.
شي جين پينګ دې ته په اشارې سره چې د تايوان مسئله د چين او امريکا د اړيکو "لومړۍ سره کرښه" ده چې بايد ددې سرې کرښې نه تیر نشي، وويل: "موږ د تايوان د خپلواکۍ او د هغوی د بهرنۍ هڅونې او ملاتړ په موخه د بیلتون غوښتونکو فعاليتونو پر وړاندې لاسونه تړلي انتظار نه شو کولی. ".
د چین مشر دې ته په اشارې سره چې امریکا هره ورځ د بندیزونو په لیست کې نور چینایي شرکتونه اضافه کوي، وویل "دا خطرونه له منځه نه وړي، بلکې نوي خطرونه زیږوي."
شي جين پينګ او بايډن د اوکراين د کړکیچ او د کوريا ټاپووزمې د وضعیت په اړه د نظريو تبادله وکړه.
په دې لیدنه کې د چين ولسمشر د هانکانګ، بشري حقونو، د جنوبي چين سمندرګي او نورو مسايلو په اړه د خپل هیواد دريځ هم څرګند کړ.