شمالي کوریا د جاپان د بحیرې (ختیځ سمندر) پر لور یو بالستیک توغندی توغولی دی.
د سویلي کوریا د لوی درستیزوالۍ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې شمالي کوریا په ځايي وخت د سهار په ۶:۵۳ دقیقو د جاپان د سمندر په لور یو بالستیک توغندی وتوغاوه.

په اعلامیه کې یادونه شوې چې دغه توغندی چې ګومان کیږي د منځني واټن ویشتونکی و، د جاپان په بحر کې غورځیدلی دی.
د جاپان د دفاع وزارت هم اعلان کړی چې د شمالي کوریا لخوا توغول شوی توغندی د ۱۰۰ کیلومترو په ارتفاع او په هوا کې تر ۶۵۰ کیلومتره زیات واټن وهلی شي او د جاپان له ملي ځانګړي زون څخه بهر غورځیدلی دی.
په خبرپانه کې ویل شوي، چې د توغندي د لګیدو په سیمه کې سمندري او هوایې عناصرو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
د جاپان لومړي وزیر کیشیدا فومیو د توغندي ازمایښت په اړه یې سخت غبرګون ښودلی، ویلي دي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړه لیکونو سرغړونه ده.
هغه وویل، «دا یوه داسې ستونزه ده چې نه یوازې زموږ د هیواد امنیت، بلکې د سیمې او نړیوالې ټولنې امنیت هم اندېښمن کړی او په بشپړه توګه د منلو وړ نه دی.»
د جاپان لومړي وزیر ټینګار وکړ چې هیواد به یې د شمالي کوریا د توغندیو په وړاندې د عامه امنیت د تامین په خاطر له امریکا او جنوبي کوریا سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.