د فنلنډ د وانتا په ښار کې په یو لومړني ښوونځي د برید له امله ګنشمیر زده کوونکي ټپیان شوي دي.
د وانتا د ښار ښاروالۍ ویلي دي چې نن د سهار په ساعتونو کې د پلازمینې هیلسنکي په څنډه کې د وانتا ښار کې په یو لومړني ښوونځي برید شوی دی.
2123597
د فنلنډ د وانتا په ښار کې په یو لومړني ښوونځي د برید له امله یو تن زده کوونکي ژوند د لاسه ورکړی او دوه تنه نور سخت ټپیان شوي دي.
د وانتا د ښار ښاروالۍ ویلي دي چې نن د سهار په ساعتونو کې د پلازمینې هیلسنکي په څنډه کې د وانتا ښار کې په یو لومړني ښوونځي برید شوی دی. ویل کیږي په برید کې یو تن ۱۲ کلن زده کوونکي ژوند لاسه ورکړی او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي چې د درملنې په موخه روغتون ته انتقال شوي دي.
د بله پلوه د سیمې د پولیسو ویاند د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې برید هم د یو تن کوچني لخوا شوی دی. برید کوونکی هم نیول شوی دی .
ویل کیږي پدې ښوونځي کې ۸۰۰ تنه زده کوونکي او ۹۰ تنه هم ښوونکي او د ښوونځي کارکوونکي دنده لري.
د ښوونځي مدیر ویلي دي چې دم ګړۍ کوم خطر شتون نلري. هغه د پيښې په اړه د زیاتو جزیاتو ورکولو نه ډډه کړې ده . د برید لامل معلوم ندی.