په جرمني کې په یوې ودانۍ کې د اورلګیدنې له امله ۴ تنه مړه او ۲۱ تنه نور ټپيان شوي دي
د جرمني په سولینګن ښار کې په یوه څلور پوړیزه ودانۍ کې د اور لګیدنې له امله د دوو ماشومانو په ګډون ۴ تنه مړه او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.
د جرمني په سولینګن ښار کې په یوه څلور پوړیزه ودانۍ کې د اور لګیدنې له امله د دوو ماشومانو په ګډون ۴ تنه مړه او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.
د پوليسو لخوا په جاري شوي بيان کې ويل شوي دي چې اورلګيدنه د هاشید په سیمه کې په یوې زړې څلور پوړیزې ودانۍ کې د نامعلوم علت له رامنځته شوې ده.
د اور وژنې ادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د اور لګیدنې له امله د یوې کورنۍ د دوو ماشومانو په ګډون ۴ تنه وژل شوي او ۲۱ تنه ټپیان شوي، چې د دوو تنو روغتیايي حالت نازک دی. اورلګیدنه د څلور پوړیزې ودانۍ په دوهم پوړ کې پیل شوې وه.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له اورلګیدنې وروسته د ودانۍ کې ۲۱ کسان ژغورل شوي او د لوګي له امله د اغیزمنو شویو کسانو درملنه شوې ده.
که څه هم پولیسو په ودانۍ کې د اوسیدونکو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي، خو ځايي اوسیدونکي وايي وژل شوي کسان د بلغاریا اتباع وو.
د یادونې وړ ده چې د اورلګیدنې د لامل په اړه څیړنې دوام لري.