د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د نوي منځني واټن مافوق صوت  توغندي د انجن ازموینې نه لیدنه وکړه.

د شمالي کوریا د مرکزي خبري اژانس د خبر له مخې  د منځني واټن ویشتونکي مافوق صوت  توغندي نوی ماشین د دغه هیواد په شمال کې د سوها په فضايي مرکز کې ازمویل شوی دی.

2117867

ویل شوي د شمالي کوریا ولسمشر  کیم چې  د تیلو د جامد ماشین د ازموینې څارنه کوله دا ازموینه بریالۍ وه.

ويل شوي چې د انجن ازموينه د دفاعي توان د ښه کولو په موخه ترسره شوې ده.

کیم وویل هغه وسلې چې انجن یې وازمویل شو "د لویو وچو نه تیریدونکو بالیسټیک توغندیو په څیر ارزښتناکه  دی  او پدې توګه دوی خپل دښمنانو ته میدان ډبوي."

د کارپوهانو په وینا، دا توغندی کولی شي په آرام سمندر کې د ګوام ټاپو څخه د امریکا خاورې ته ورسیږي.

د جنوبي کوریا د پوځ لوی درستیز خبر ورکړ چې شمالي کوریا د دسمبر په ۱۸مه نیټه د جاپان سمندرګي (ختیځ سمندر) په لور درې بالسټیک توغندي وتوغول او ویې ویل چې دغه توغندي کابو ۳۰۰ کیلومتره واټن وهلی او د جاپان په سمندر کې لوېدلی دی.

شمالي کوریا وروستی ځل د فبرورۍ په ۱۴مه د دغه هېواد له ختیځ ساحل څخه نوی ډول «پاداسوري-۶» له ځمکې څخه سمندر ته ویشتونکی کروز توغندی وتوغاوه.

اړوند خبرونه