اروپايي ټولنې پر روسیې نوي بندیزونه ولګول
د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو او امنیتي تګلارې عالي استازي جوزپ بوریل اعلان وکړ چې د اروپايي اتحادیې غړو وزیرانو پریکړه کړې چې په روسیه کې د توقیف شوي مخالف مشر الیکسي ناوالني د وژنې "مسؤولینو " باندې بندیزونه ولګوي.
د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو او امنیتي تګلارې عالي استازي جوزپ بوریل اعلان وکړ چې د اروپايي اتحادیې غړو وزیرانو پریکړه کړې چې په روسیه کې د توقیف شوي مخالف مشر الیکسي ناوالني د وژنې "مسؤولینو " باندې بندیزونه ولګوي.
جوزپ بوریل د بهرنیو چارو د وزیرانو له غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې ټینګار وکړ چې اروپايي اتحادیه او امریکا متحده ایالات دواړه باید د اوکراین په اړه "عاجل اقدام وکړي" او ویې ویل، "د ترانسلانټیک یووالی خورا مهم دی."
هغه د دې په بیانولو سره چې دوی د اوکراین د بهرنیو چارو له وزیر ډیمیټرو کولیبا څخه د جګړې د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات ترلاسه کړي، چې د ویډیو کنفرانس له لارې یې په دې غونډه کې ګډون کړی و. بوریل وویل چې د اوکراین سره د مرستې د زیاتولو لپاره پریکړې شوي.
بوریل وویل له دې څخه لومړی؛ له اوکراین سره د پوځي مرستو لپاره د «اروپا د سولې وجهي صندوق» د ۵ میلیارده یورو د زیاتولو پریکړه وه او دویمه پریکړه د فبروري په ۱۶ مه نيټه د روسیې د مخالف مشر الیکسي ناوالني د وژنې پر مسؤولینو باندې د بندیزونو لګولو په اړه وه.
هغه د دې په ویلو سره چې وزیرانو موافقه کړې چې د ناوالني د وژنې مسؤول "شاوخوا ۳۰ افرادو او سازمانونو" باندې بندیزونه وضع کړي . بوریل د یادو کسانو او سازمانونو نومونه افشا نه کړل.
بوریل یادونه وکړه چې د روسیې کنګل شوي شتمنۍ هم د غونډې د موضوعاتو نه یوه وه.د اروپايي اتحادیې وزیرانو پدې غونډه کې ددې شتمنیو نه د اوکراین سره په پوځي مرستو کې د کار اخیستو په اړه قوي ملاتړ شتون لري.