په امریکا کې په وسله وال برید کې ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د امریکا  متحده ایالتونو په پلازمېنه واشنګټن کې په یوه وسله وال برید کې ۲ تنه وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

2116582
په امریکا کې په وسله وال برید کې ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د امریکا  متحده ایالتونو په پلازمېنه واشنګټن کې په یوه وسله وال برید کې ۲ تنه وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د میټرو پولیټین پولیسو څانګې مشر جیفري کارول د واشنګټن په شمال لویدیځ کې د برید نه  خبر ورکړی دی .

کارل ویلي، چې په پېښه کې دوه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي، چې روغتون ته لېږدول شوي دي.

جیفري کارول یادونه وکړه چې شکمن تر اوسه نه دی نیول شوی.

تېر کال په واشنګټن کې قتلونه ۳۵ سلنه او د موټرو غلاوې دوه برابره شوې.

د واشنګټن ځایي حکومت د جنوري په میاشت کې د عامه خوندیتوب قانون تصویب کړ چې هدف یې د جرمونو کچه کمول دي.



اړوند خبرونه