امریکايي ریپر لیل جون د کالیفورنیا ایالت په یوه جومات کې د شهادت کلمې په ویلو سره مسلمان شو.
امریکايي ریپر او پروډیوسر لیل جون د کالیفورنیا ایالت په یوه جومات کې د شهادت کلمې په ویلو سره مسلمان شو.
امریکايي ریپر او پروډیوسر لیل جون د کالیفورنیا ایالت په یوه جومات کې د شهادت کلمې په ویلو سره مسلمان شو.
جون د جمعې له لمانځه مخکې، په لاس انجلس کې د ملک فهد جومات ته لاړ او د ګڼې ګوڼې په شاهدۍ کې اعلان یې وکړ چې هغه اسلام غوره کړی دی.
په ټولنیزو رسنیو کې په خپره شوې ویډیو کې لیدل کیږي چې امریکايي ریپر د جومات د امام په لارښوونه لومړی په عربي او بیا په انګلیسي ژبه د شهادت کلمه وايي.
په ۱۹۷۲ کې د جورجیا ایالت په اتلانتا ښار کې زیږیدلی ریپر، چې اصلي نوم یې جوناتن ایچ سمیټ دی، د ۲۰۰۰ کلونو په لومړیو کې د هیپ پاپ فرعي ژانر په معرفي کولو کې د خ مخکښ رول لپاره پیژندل شوی.
لیل جون ، چې په ټولنیزو رسنیو کې له ی میلیون څخه ډیر تعقیب کوونکي لري او د صوفیانه عقایدو سره علاقه لري ، پدې وروستیو کې خپل یو البوم خپور کړ ، چې ډیر پام یې ځانته راجلب کړ.
جان د امریکايي لیکوال او فعال شان کینګ نه وروسته دویم امریکایی و چې د روژې په لومړۍ اونۍ کې یې اسلام قبول کړ.