په چین کې په یو رستورانت کې چاودنې ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د چین د هیبي ولایت په یوه رستورانت کې د چاودنې له امله دوه تنو ژوند د لاسه ورکړی او په لسګونو تنو نور ټپیان شوي دي.

2114895
په چین کې په یو رستورانت کې چاودنې ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د چین د هیبي ولایت په یوه رستورانت کې د چاودنې له امله دوه تنو ژوند د لاسه ورکړی او په لسګونو تنو نور ټپیان شوي دي.

د شينهوا اژانس د خبر له مخې، نن سهار په ځايي وخت د سهار په ۷ بجو او ۵۴ دقیقو د هیبي ایالت اړوند د سانهې په ښار کې په یو رستورانت کې چاودنه  وشوه چې له امله  لږ تر لږه ۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۲۶ تنه نور ټپيان شوي دي.

چاودنې شاوخوا کارځایونو او ولاړو موټرو ته سخت زیان اړولی دی.

سیمې ته ۱۵۴ اور وژونکي، ۳۶ د اور وژنې موټرې او یوه طبي ډله استول شوې ده.

ویل شوي، چې چاودنه د ګازو د لیک له امله شوې ده.

په داسې حال کې چې په سیمه کې کار دوام لري، ویل شوي چې په رسټورانټ کې له چاودنې وروسته اورلګېدنه تر کنټرول لاندې راغلې ده.



اړوند خبرونه