په امریکا کې یوې الوتکې سقوط وکړ
د امریکا په ویرجینیا ایالت کې د یوې شخصي الوتکې د سقوط له امله ۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
2113508
د امریکا په ویرجینیا ایالت کې د یوې شخصي الوتکې د سقوط له امله ۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د ویرجینیا ایالت د پولیسو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د «IAI Astra 1125» ډوله دوه ماشینه خصوصي جټ الوتکه د ویرجینیا ایالت په باتھ سیمه کې ولوېده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د الوتکې له لوېدو وروسته الوتکې اور واخیست او پدې پیښه کې د یوه ماشوم په ګډون په الوتکه کې سپرو ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د امریکا د هوايي چلند فدرال ادارې هم اعلان وکړ چې دوی به د ملي ترانسپورت خوندیتوب بورډ سره د پیښې په اړه ګډه پلټنه وکړي.