د امریکا د پوځ چورلکې سقوط‌ وکړ

د مکسیکو پر پوله د امریکا د پوځ د یوې چورلکې د سقوط له امله درې پوځیان وژل شوي او یو سرتېری ټپي شوی دی.

2113093
د امریکا د پوځ چورلکې سقوط‌ وکړ

د مکسیکو پر پوله د امریکا د پوځ د یوې چورلکې د سقوط له امله درې پوځیان وژل شوي او یو سرتېری ټپي شوی دی.

د امریکا د شمالي ګډ کاري ځواک لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د "UH-72 لاکوټا" ماډل چورلکه پرون د سرحدي امنیت ماموریت په جریان کې د تکزاس ایالت ریو ګریډ ښار ته نږدې نسکوره شوه.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د چورلکې د سقوط د لامل په اړه پلټنې پیل شوي، چې په ترڅ کې یې ۲ تنه د ملي اردو او ۱ سرحدي ګزمه کارمند وژل شوی او ۱ عسکر ټپي شوی دی.

د سټار ولسوالۍ قاضي ایلو ویرا خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې  د ټپي سرتیري روغتیايي حالت جدي دی.



اړوند خبرونه