سویډن د څو لسیزو بې طرفۍ نه وروسته نن په رسمي توګه د ناټو سازمان ۳۲م غړی شو.

سویډن د امریکا متحده ایالتونو په پلازمېنه واشنګټن کې په جوړو شوو ځانګړو مراسمو کې ناټو سازمان د ننوتو پروتوکول د لاسلیکولو او منلو سره په رسمي توګه د ناټو سازمان ۳۲م غړی شو.

2112672

د ناټو سازمان عمومي منشي ینس سټولټنبرګ، په  ټولنیزو رسنیو کې په خپور کړي بیان کې  اعلان وکړ چې سویډن په رسمي ډول له ناټو سره یوځای شو.

"سویډن د ناټو ۳۲م غړی شو او زموږ په میز کې یې خپله څوکۍ ترلاسه کړه. زه د دوشنبې په ورځ د ناټو په مرکزي دفتر کې د سويډن بیرغ پورته کولو ته سترګې په لار یم." سټولټنبرګ وویل، "د سویډن ګډون ناټو پیاوړې کوي، سویډن او ټول اتحاد خوندي کوي."

د ناټو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سویډن د غړیتوب مراسم به د مارچ په یوولسمه د ناټو په مرکزي دفتر کې جوړ شي.

د سویډن بیرغ به په دې مراسمو کې پورته شي، چې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ او د سویډن لومړی وزیر الف کریسټرسن به پکې ګډون وکړي.

د جنورۍ په ۲۳مه د تورکیې د ملي شورا او د فبرورۍ په ۲۶مه د هنګري د ملي شورا له تصویب وروسته، د سویډن د غړیتوب وروستی پړاو د ټولو متحدینو په پارلمانونو کې د تصویب بهیر په بشپړېدو سره بشپړ شو.

پيوندونه: #غړیتوب , #ناټو , #سویډن

اړوند خبرونه