ناټو د فنلنډ، ناروې او سویډن په شمال کې د روسیې خاورې ته نږدې سیمه کې پوځي تطبیقات پیل کړي.
ناټو د روسیې پولو ته نږدې پوځي تطبیقات پیل کړل
ناټو د فنلنډ، ناروې او سویډن په شمال کې د روسیې خاورې ته نږدې سیمه کې پوځي تطبیقات پیل کړي.
د نورډیک ریسپونس ۲۰۲۴ په نامه دې تطبیقاتو کې سویډن چې د ناټو د ټولو غړو لخوا يي غړیتوب تصویب شوی او په لنډ وخت کې به په رسمي ډول د ناټو ۳۲ م غړی شي، هم برخه اخلي.
سویډن د فنلنډ او ناروې سره سږ کال د تطبیقاتو کوربه دي. دا تطبیقات د ثابت مدافع ۲۴ برخه ده، چې د لسیزو راهیسې د ناټو تر ټولو لوی تطبیقات بلل کیږي، او موخه یې دا د روسیې تر پولې پورې د ناټو د ټولې خاورو نه د دفاع د وړتیا ښودل دي.
دغه تطبیقات چې بلجیم، انګلستان، کاناډا، ډنمارک، فرانسه، جرمني، ایټالیا، هالنډ، اسپانیا او امریکا هم په کې شامل دي، د مارچ تر پنځلسمې به دوام وکړي.
په تطبیقاتو کې برخه اخیستونکي نږدې نیمایي واحدونه به تمرینات ترسره کړي ، پداسې حال کې چې پاتې نور به له ۵۰ څخه زیاتو اوبلتونو ، کښتیو ، کارویټس ، الوتکې وړونکي او په بحر کې د مختلف امفیبیس کښتیو او له ۱۰۰څخه زیاتو جنګي الوتکو ، ټرانسپورټ الوتکو ، سمندري څارنې الوتکو سره روزنه وکړي.