د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون پوځ ته لارښوونه کړې چې جنګي تمرینونه زیات کړي.

د شمالي کوریا د مرکزي خبري اژانس د راپور له مخې، کیم د امریکا او سویلي کوریا لخوا د  "فریډم شیلډ" تمرین له پیل څخه دوه ورځې وروسته د پوځي روزنیز مرکز څخه لیدنه وکړه.

2112278

کیم ددې  لیدنې په جریان کې د روزنې تاسیسات او د نظامي واحدونو تفتیش او کنټرول کړل او  اردو ته لارښوونه وکړه چې د دوی د جنګي وړتیاو د ښه کولو لپاره تمرینونه زیات کړي ترڅو دښمنان کنټرول او د جګړې اړوند د هغوې کوچنۍ هڅې هم تر کنټرول لاندې ونیسي.

کیم د سویلي کوریا او امریکا ګډو تطبیقاتو په غندلو سره، خبرداری ورکړ چې دا هیوادونه به "ډیر ستر قیمت" پرې کړي.

جنوبي کوريا او امريکا د مارچ په څلورمه نېټه د "فريډم شيلډ" په نامه ګډ پوځي تمرينات پيل کړل چې موخه يې د "د ګډ دفاعي حالت پياوړي کول" دي.

په راپور کې ویل شوي چې د تمرین هدف د دواړو هیوادونو د ګډ دفاعي دریځ لوړول دي او تمرکز به یې د ځمکې، سمندر، هوا او سایبر وسایلو په کارولو سره د څو اړخیزو عملیاتو او اټومي عملیاتو په ځواب وي.

په داسې حال کې چې شمالي کوریا دا ډول ګډ پوځي تمرینونه د یرغل د تمرین په توګه بولي، خو سیول او واشنګټن دا ادعاوې ردوي او وايي چې پوځي تمرینونه د دفاعي موخو لپاره دي.

اړوند خبرونه