امریکا : د اوکراین ولسمشر هیڅکله هم له لویدیځ څخه د پلو سرتیرو غوښتنه نده کړې

د امریکا د ملي امنیت شورا همغږي کوونکي جان کربي ویلي، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي هېڅکله د روسیې له پوځ سره د جګړې لپاره له بهر څخه د ځمکنیو ځواکونو غوښتنه نه ده کړې.

2111873
امریکا : د اوکراین ولسمشر هیڅکله هم له لویدیځ څخه د پلو سرتیرو غوښتنه نده کړې

د امریکا د ملي امنیت شورا همغږي کوونکي جان کربي ویلي، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي هېڅکله د روسیې له پوځ سره د جګړې لپاره له بهر څخه د ځمکنیو ځواکونو غوښتنه نه ده کړې.

کربي وویل، "ولسمشر زیلینسکي دا ډول غوښتنه نه ده کړې، هغه یوازې د مالي مرستې او فرصتونو غوښتنه کړې. هغه وويل "هغه هيڅکله ندي غوښتي چې بهرني پوځونه دې د هغه هېواد لپاره جګړه وکړي."

اوکراین ته د لوېدیځو هیوادونو نه د  پوځیانو د لېږلو نظر لومړی د فبرورۍ په پیل کې د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون څرګند کړ. امریکا او نورو اروپایي متحدینو سمدلاسه د ماکرون له وړاندیز سره مخالفت وکړ او ویې ویل چې دوی د اوکراین د وسله والو ځواکونو ملاتړ لپاره د سرتیرو لیږلو اراده نلري.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم ویلي، چې ناټو اوکراین ته د سرتېرو د لېږلو احتمال نه دی ارزولی.

په مقابل کې د استونیا لومړي وزیر کاجا کالاس د ماکرون د نوښت ملاتړ وکړ. کالاس وویل: "د اروپايي اتحادیې مشران باید دا احتمال په پام کې ونیسي، ځکه چې دا به د روسیې په وړاندې یو سیګنال وي او دا به  روسیه مجبوره کړي چې خپل بریدونه پای ته ورسوي."

کاناډا هم ورته نظر څرګند کړی دی. د کاناډا د دفاع وزیر بل بلیر د فبرورۍ په ۲۹ مه وویل چې د هغه هیواد کولی شي یو محدود شمیر سرتیري اوکراین ته واستوي، مګر یوازې د اوکراین د سرتیرو د روزنې په هدف.

 تر ټولو پرېکنده وینا د چک ولسمشر پیټر پاول وکړه. هغه وویل چې هغه سرتیري چې په "غیر رسمي ډول" په شخړو کې ګډون کولی شي اوکراین ته واستول شي او دوی کولی شي اوکرایني سرتیرو ته روزنه ورکړي.

دغو څرګندونو ته په غبرګون کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل چې اوکراین ته د فبرورۍ په ۲۹مه د ناټو د پوځیانو ورتلل به غمجنې پایلې ولري او په دې توګه یې ګواښ وکړ چې لویدیځ به په یوه داسې جګړه کې داخل شي چې اټومي وسلې به پکې وکارول شي.



اړوند خبرونه