چین په ۲۰۲۴ کال کې خپله پوځي بودیجه څه باندې ۷ سلنه ډیروي
چین به په ۲۰۲۴ کې خپل دفاعي لګښتونه یو عشاریه ۶۶ ټریلیون یوان (شاوخوا ۲۳۰ ملیارد ډالرو) ته لوړ کړي چې د تیر کال په پرتله ۷ عشاریه ۲ سلنه زیاتوالی دی.
چین به په ۲۰۲۴ کې خپل دفاعي لګښتونه یو عشاریه ۶۶ ټریلیون یوان (شاوخوا ۲۳۰ ملیارد ډالرو) ته لوړ کړي چې د تیر کال په پرتله ۷ عشاریه ۲ سلنه زیاتوالی دی.
د چین د مالیې وزارت لخوا د چین ملي ولسي کانګرس ته وړاندې شوې بودیجه کې ویل شوي چې سږ کال به دفاعي لګښتونه ۷عشاریه ۲ سلنه زیات شي چې یو عشاریه ۶۶ ټریلیون یوان (نږدې ۲۳۰ ملیارده ډالرو) ته ورسیږي.
د زیاتوالي کچه د "شاوخوا ۵ سلنې" د حکومت د اقتصادي ودې له هدف څخه زیاته ده.
په ۲۰۱۳ کال کې د شي جين پينګ د ولسمشر په توګه د واک تر لاسه کولو وروسته د چين دفاعي لګښتونه هر کال د ودې له کچې څخه زيات شوي دي. د دفاع کلنۍ لګښتونه په ۱۰ کلونو کې دوه چنده شوي دي.
چین له امریکا وروسته هغه هېواد دی چې په دفاعي برخه کې تر ټولو زیات لګښت کوي.
د دغو دوو هېوادونو تر منځ چې د نړۍ دوه ستر اقتصادونه دي، د اقتصادي او جيو پوليټيکي سياليو مخ په زياتېدو د بېجينګ اداره د دې لامل ګرځي چې په پوځي ډګر کې خپل واک زيات کړي.
د دفاعي چارو کارپوهان ارزونه کوي چې د لګښتونو زیاتوالی دا په ګوته کوي چې بیجینګ په لنډه موده کې د جګړې او شخړې په لټه کې نه دی، مګر اوږد مهاله کې غواړي چې د تایوان مسلې او د جنوبي چین په سمندر کې د تاو تریخوالي زیاتولو په وړاندې خپل جنګي ظرفیت پیاوړی کړي.