شمالي کوریا سویلي کوریا او امریکا ته ګواښ وکړ
شمالي کوریا ویلي چې د امریکا او جنوبي کوریا د ګډو پوځي تمرینونو په ځواب کې به په پوځي فعالیتونو لاس پورې کړي.
شمالي کوریا ویلي چې د امریکا او جنوبي کوریا د ګډو پوځي تمرینونو په ځواب کې به په پوځي فعالیتونو لاس پورې کړي.
د شمالي کوريا د مرکزي خبري اژانس د خبر له مخې، د شمالي کوريا د دفاع وزارت د جنوبي کوريا او امريکا د ګډو پوځي تطبیقاتو په اړه يو بيان خپور کړ چې ۱۱ ورځې به دوام وکړي . د ویلو ده چې پدې تطبیقاتو کې د تیر کال په پرتله دوه چنده زيات مختلف ځمکني تمرينونه شامل دي.
په بیان کې د امريکا او جنوبي کوريا پوځي تمرينونه د «يو څرګند ګواښ» په توګه ياد شوي چې موخه يې د يوه دولت له حاکميت څخه سرغړونه ده او ويل شوي چې امريکا او جنوبي کوريا به «د غلط انتخاب لپاره دروند قيمت ادا کړي. "
په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې "شمالي کوریا به د خپلو دښمنانو د زړه بوږنونکو اقداماتو څارنې ته دوام ورکړي او د کوریا په ټاپو وزمه کې د بې ثباته امنیتي چاپیریال د کنټرول لپاره اغیزمن پوځي فعالیتونه ترسره کړي."
جنوبي کوريا او امريکا پرون د "فريډم شيلډ" په نامه ګډ پوځي تمرينات پيل کړل، چې موخه يې "د ګډ دفاعي حالت پياوړي کول" دي.
امریکا او سویلي کوریا ویلي دي چې ددې تطبیقاتو هدف د دواړو هیوادونو د ګډ دفاعي دریځ لوړول او د ځمکې، سمندر، هوا او سایبر وسایلو په کارولو سره د څو اړخیزو عملیاتو او اټومي عملیاتو ته په لازم ځواب ورکولو تمرکز وي.
د جنوبي کوريا د بهرنيو چارو وزير چو تای يول د فبرورۍ په ۲۹ نېټه امريکا ته د خپل سفر په ترڅ کې له خپل سيال انتوني بلينکن سره وکتل او په خبري غونډه کې وویل،
"په دې موده کې چې د اټومي او توغندیو ګواښونه مخ په زیاتیدو دي، موږ موافقه وکړه چې د شمالي کوریا د پاروونکو اقداماتو سره مبارزه وکړو، د غیرقانوني عوایدو مخه ونیسو او د بشري حقونو په برخه کې همکاري پیاوړې کړو."