د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د همکارۍ د پیاوړتیا او د پولو د کنټرول پر زیاتولو موافقه وکړه.

د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د کورنیو چارو وزیرانو د همکارۍ د پیاوړتیا او د پولو د کنټرول پر زیاتولو موافقه وکړه.

2111075
د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو  د همکارۍ د پیاوړتیا او د پولو د کنټرول پر زیاتولو موافقه وکړه.

د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د کورنیو چارو وزیرانو د همکارۍ د پیاوړتیا او د پولو د کنټرول پر زیاتولو موافقه وکړه.

د اروپايي اتحادیې د کورنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته د اروپايي اتحادیې د دوره يي  مشر هیواد  د بلجیم د کورنیو چارو وزیرې انیلیز ورلندن، د بلجیم د مهاجرت او پناه غوښتنې وزیر نیکول دي مور او د اروپايي اتحادیې د کمیسیون د کورنیو چارو مسؤول یولوا جوهانسن  په خبري غونډه کې ګډون وکړ.

ورلندن وویل چې د غونډې اجنډا د سرحدي کنټرولونو پیاوړتیا، د شینګین سیمه، سازمان شوي جرمونه، د مخدره توکو قاچاق او د سایبري ګواښونو سره مبارزه وه او د امنیتي ګواښونو د یو بل سره تړلې ماهیت له امله د ستونزو په حل کې د ګډو هڅو په اهمیت ټینګار وکړ.

ورلندن د دې په څرګندولو سره چې وزیرانو د افراطیت مخنیوي ، د اتباعو خوندیتوب ډاډمن کولو لپاره د تروریزم او افراطیت پروړاندې د لا زیاتو اقداماتو ترسره کولو، او په انټرنیټ کې د ماشومانو پروړاندې د ناوړه ګټه اخیستنې سره د مبارزې لپاره مقننه کار په دوام موافقه وکړه.

وزیر وویل چې د توکمپالنې او کرکې پروړاندې  به د اړوندو ټولنیزو رسنیو پلیټ فارمونو سره قوي همکارۍ سره دا ستونزه حل کړي.

د دې په بیانولو سره چې په دې غونډه کې د پولو او ساحل ساتونکو مقرراتو د بیاکتنې په اړه بحث وشو، ډی مور ټینګار وکړ چې په دې برخه کې باید د اروپا د سرحدونو او ساحل ساتونکو ادارې اغیزمنتوب زیات شي.

یوهانسن دا هم وویل چې ډیری کډوال د سمندر له لارې اروپا ته د تلو په هڅه کې خپل ژوند له لاسه ورکوي او وویل: "د دې د مخنیوي یوازینۍ لار دا ده چې د قاچاق وړونکو مخه ونیول شي چې په دې خورا خطرناکو لارو کې خلک له منځه وړي، زه فکر کوم چې موږ دا کار کوو. "



اړوند خبرونه