مسکو په هیواد د جرمني سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
وروسته له هغه چې د لرې واټن ویشتونکو توغندیو په مرسته د کریمیا د پل د ویجاړولو په اړه د جرمني د لوړو پوځي چارواکیو د محرم غونډې خبرې نشر شوې، په مسکو کې د جرمني سفیر الکساندر لامبسورف د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو.

سفیر لامبسډورف چې د روسیې بهرنیو چارو وزارت ته د ننوتو پر مهال د خبریالانو پوښتنو ته ځواب نکړې همداشان د وتو پر مهال يي هم پوښتنې بې ځوابه پریښودې.
د روسیې د روسیه ټوډې د نشراتو مشرې مارګریتا سیمونیان د آلماني افسرانو هغه ۳۰ دقیقه يي غږ خپور کړې چې په پټه ثبت شوی وو.
پدې غږیز پیغام کې د آلمان د هوایي ځواک لوړ پوړو غړو په دې بحث کاوه چې څنګه د سیاسي پریکړې په صورت کې د توروس توغندي اوکراین ته ولیږي او ایا دا د آلمان له استخباراتي او تخنیکي مرستې پرته اوکراین وکولای شي چې دا توندي وکاري.
په دې ریکارډ کې پدې اړه بحث هم شامل و چې ایا د توروس توغندي کولی شي په تخنیکي پلوه د کریمیا ټاپو کې جوړ شوی کریمیا پل ویجاړ کړي، کوم چې روسیې په غیرقانوني توګه ضمیمه کړی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا له برلین څخه د دغه غږیز ریکارډ د خبرو په اړه وضاحت غوښتی دی.
د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمیتري میدویدیف هم د غږیزو ریکارډونو پر بنسټ ادعا کړې چې جرمني له روسیې سره جګړې ته چمتووالی نیسي.