د اروپا پارلمان د لومړي ځل لپاره په غزه کې د سمدستي او دایمي اوربند غوښتنه وکړه
د اروپا پارلمان د لومړي ځل لپاره، په غزه کې چې د اسرائیلو د سختو بریدونو لاندې قرار لري د "سمدستي او دایمي اوربند" غوښتنه وکړه.
د اروپا پارلمان د لومړي ځل لپاره، په غزه کې چې د اسرائیلو د سختو بریدونو لاندې قرار لري د "سمدستي او دایمي اوربند" غوښتنه وکړه.
د اروپا د پارلمان په عمومي اسمبلۍ کې "په نړۍ کې د بشري حقونو او ډیموکراسۍ وضعیت او د هغې په اړه د اروپايي اتحادیې پالیسي" په اړه چمتو شوی د ۲۰۲۳ کال راپور د ۲۶۵موافقو ، ۲۵۳ مخالفو او ۱۰ ممتنع رایو سره ومنل شو.
د اروپا د پارلمان د کین اړخې ډلې په غوښتنه د راپور په ۶۲ مه ماده کې د بدلون له مخې "په غزه کې د سمدستي او دایمي اوربند غوښتنه" وشوه .
په نوي تعدیل شوي او تصویب شوي راپور کې، "د اروپایي اتحادیې، غړو هیوادونو او نړیوالې ټولنې څخه په ځانګړې توګه د غزې په تړانګه کې د بیړني او دایمي اوربند غوښتنه شوې ترڅو د هرچا لپاره خوراکي توکو او اوبو ته بې له ځنډه لاسرسی ډاډمن شي."
په دې توګه، د لومړي ځل لپاره، د اروپا پارلمان په غزه کې د اوربند غوښتنه وکړه. د ویلو ده چې جنورۍ په ۱۸مه په تصویب شوې پرېکړه کې د ټولو بندیانو خوشې کېدل او د حماس له منځه وړل د «دایمي اوربند» شرط په توګه اعلان شوی وو. پدې ماده کې د تعدیل سره په غزه کې د هر څه ژر او دایمي اوربند غوښتنه وشوه.
د اکټوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسرائیلو په وحشيانه بریدونو کې تر ۳۰ زرو ډېر فلسطینیان چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.