د اوکراین ولسمشر سعودي عربستان ته سفر کړی
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره لیدنه وکړه.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره لیدنه وکړه.
د سعودي عربستان د خبري اژانس د خبر له مخې، زیلینسکي او ورسره مل پلاوي ته د پلازمېنې ریاض د ملک خالد نړیوال هوايي ډګر کې د ریاض سرپرست شهزاده محمد بن عبدالرحمن بن عبدالعزیز لخوا هرکلي وویل شو.
العربیه ټلویزیوني چینل اعلان کړی چې زیلینسکي د خپل سفر په ترڅ کې له ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره ولیدل.
د يادونې وړ ده، چې په دې لیدنه کې د دوه اړخيزو اړيکو پر پياوړتيا او د روسيې او اوکراين د کړکېچ د حل لپاره د همکاريو پر پياوړتيا او د مذاکراتو پر فرصتونو خبرې وشوې.
زیلینسکي د تیر کال د می په میاشت کې هم سعودي عربستان ته تللی و.
ریاض د روسیې او اوکراین ترمنځ د کړکیچ په هوارولو او د بندیانو په تبادله کې رول لوبولی دی.
د روسیې د ولسي جرګې د دولتي دوما مشر ویاچسلاو ولادین هم تېره ورځ په ریاض کې له ولیعهد محمد بن سلمان سره لیدنه کړې وه.
اوکراین هڅه کوي چې د سعودي عربستان ملاتړ هم ترلاسه کړي.