امریکا او انګلستان په یمن کې پر حوثیانو ګنشمیر هوايي بریدونه کړي

د مرکزي قوماندانۍ  په یمن کې د حوثیانو تر کنټرول لاندې په سیمو د ګنشمیر بریدونو نه خبر ورکړی دی. د امریکا مرکزۍ قوماندانۍ ویلي دي چې په یمن کې د حوثیانو په هغه سیمه چې زمونږ لپاره ستر ګواښ وو بریدونه پرې کړي دي.

2107984
امریکا او انګلستان په یمن کې پر حوثیانو ګنشمیر هوايي بریدونه کړي

د مرکزي قوماندانۍ  په یمن کې د حوثیانو تر کنټرول لاندې په سیمو د ګنشمیر بریدونو نه خبر ورکړی دی. د امریکا مرکزۍ قوماندانۍ ویلي دي چې په یمن کې د حوثیانو په هغه سیمه چې زمونږ لپاره ستر ګواښ وو بریدونه پرې کړي دي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې پرون د پلازمینې صنعا په سیمه ایز وخت د مازیګر په ۴ بجو او ۴۵ دقیقو او د شپې په ۱۱ بجو او ۴۵ دقیقو په یمن کې د حوثیانو تر کنټرول لاندې په سیمو کې پرته د چلوونکي په کښتۍ ، د کښتۍ ضد د بالستیک توغندیو په سیار دوه سیستمونو او یوې ډرون الوتکې هوايي بریدونه کړي دي. دا بریدونه د ځان نه د دفاع په چوکاټ کې شوي دي.  

په بیان کې ویل شوي چې دې هدفونو په سیمه کې سوداګریزو کښتیو او د امریکا سمندري کښتیو ته "نژدې ګواښ" رامینځته کړی وو او دا چې دا بریدونه د دې لپاره ترسره شوي چې "د بحري تګ راتګ آزادي خوندي کړي او د امریکا سمندري او سوداګریزو  کښتیو لپاره نړیوال اوبه خوندي کړي. ".

په یمن کې د ایران له ملاتړه برخمن حوثيانو اعلان کړی، چې امریکا او برتانیا د دغه هېواد په لوېدیځ کې د الحدیده پر ښار ۵ هوايي بریدونه کړي دي.

د حوثي یاغیانو د المسیره ټلویزیوني چینل د خبر له مخې د امریکا او بریتانیې جنګي الوتکو د الحدیده ښار په السلف ولسوالۍ کې د راس عیسی سیمه په نښه کړه.

په خبر کې راغلي د ۵ بریدونو له امله د اوښتي ځاني اومالي زیان په اړه معلومات نه دي ورکړ شوي.

د حدیده ښار د اوږده ساحل په درلودلو سربیره، درې مهم بندرونه هم لري. د السلف په ساحلي سیمه کې یو مهم بندر هم شتون لري چې د حوثيانو په ولکه کې دی.

حوثیانو اعلان کړی، چې تېره ورځ امریکا او انګلستان د پلازمېنې صنعا په ګډون پر درېیو ښارونو ۲۵ هوايي بریدونه کړي، چې له امله یې یو ملکي وګړی وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوي دي.

 

ایران پلوه حوثيانو د اکټوبر په ۳۱مه په غزه کې د اسرائیلو د بریدونو په غبرګون کې د یمن له سواحلو څخه د سوداګریزو کښتیو نیول پیل کړل، چې د دوی په خبره له اسرائیلي شرکتونو سره تړاو لري او پر ځینو یې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه پیل کړل.



اړوند خبرونه