د اروپايي اتحادیې د امنیت د پالیسې لوړپوړی چارواکی : حماس پخپله د اسرائیل لخوا تاسیس شوی

د اروپایی اتحادیې  د بهرنیو چارو او امنیت پالیسۍ عالي استازی جوزپ بوریل وویل، د حماس  ډله پخپله د اسرائیلو لخوا تاسیس شوی او تمویل کیږي.

2107806
د اروپايي اتحادیې د امنیت د پالیسې لوړپوړی چارواکی : حماس پخپله د اسرائیل لخوا تاسیس شوی

د اروپایی اتحادیې  د بهرنیو چارو او امنیت پالیسۍ عالي استازی جوزپ بوریل

وویل، د حماس  ډله پخپله د اسرائیلو لخوا تاسیس شوی او تمویل کیږي.

جوزپ بوریل د اسپانیا په پلازمینه مادرید کې د نیکسټ ایجوکیشن پوهنتون کې په یوه فورم کې په خپله وینا کې پر اسرائیلو اسختې نیوکې وکړې.

بوریل د خپلې پخوانۍ ادعا په تکرارولو سره وویل: "زه دا نه وایم چې اسرائیل د چکونو په لیږلو سره حماس تمویلوي، مګر دوې پخپله  د حماس پرمختګ ته لاره هواره کړې ده."

د اروپايي اتحادیې لوړپوړي استازي وویل،  هغه  حقیقت دی چې اسرائیل د فتح غورځنګ په وړاندې د ځواک په رامینځته کولو سره د فلسطینیانو د ویشلو هڅه کوي یو ښکاره او روښانه حقیقت دی چې هیڅوک پرې سترګې پټولی نشي.د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو هغه یوه مشهوره وینا چې پخپله دا حقیقت  په پارلمان کې د خپل ګوند غونډې ته په وینا کې د ټولو  خلکو په مخ کې بیان کړی شتون لري. وویل وویل چې  (هغه څوک چې د دوه دولتونو د حل مخالف دي) "دا باید حماس سره مرسته وکړي او د هغې تمویل اسانه کړي.) زه  غواړم یوازې  د نتایاهو خپلې څرګندونې تکرار کړم."

بوریل د دوه دولتونو  حل لپاره د وړاندیز په تکرارولو سره چې په هغه کې د فلسطین دولت په رسمیت پیژندل کیږي، په اسرائیلو نیوکه وکړه چې "دوې يي مخالفت کوي مګر په ورته وخت کې هیڅ حل نه وړاندې کوي."

"اسرائیل هغه څه وايي چې نه غواړي، خو نه وايي چې څه غواړي. د دوی د حل لارې څه دي؟ ایا یوازې د پوځي اقداماتو له لارې امنیت غواړي؟ په هرصورت، ډیر ښه بدیلونه شتون لري." بوریل وویل، "زه فکر کوم چې په غزه کې د اسرائیلو پوځي مداخله غیر متناسب ده. دا د زیات شمیر ملکي تلفاتو لامل کیږي او دا د یهودي ضد سره هیڅ تړاو نلري. البته زه هم د یهودو ضد نه یم."

د اکتوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې شاوخوا ۳۰ زره فلسطینیان چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي دي.



اړوند خبرونه