د هنګري ملي شورا په ناټو کې د سویډن غړیتوب تصویب کړ.
د هنګري پارلمان په پرونۍ غونډه کې له ناټو سره د یوځای کېدو لپاره د سویډن غوښتنلیک تصویب کړ.
د هنګري ملي شورا په ناټو کې د سویډن غړیتوب تصویب کړ.
د هنګري پارلمان په پرونۍ غونډه کې له ناټو سره د یوځای کېدو لپاره د سویډن غوښتنلیک تصویب کړ.
د هنګري ولسي جرګې په ويبپاڼه کې د خپور شوي خبر له مخې، په وروستۍ رايه اچونه کې ١٨٨ وکیلانو موافقه، ٦ وکیلانو مخالفې او ۴ وکیلانو ممتنع رایې وکارولې. پدې ډول په ناټو سازمان کې د سویډن د ګډون غوښتنلیک د رایو په اکثریت سره تصویب شو.
د هنګري له دې پرېکړې سره د سویډن حکومت د ناټو د ټولو غړو هېوادونو تایید ترلاسه کړ.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل چې هغه د هنګري د ملي شورا له خوا په ناټو کې د سویډن د غړیتوب د تصویب هرکلی کوي.
سټولټنبرګ ، د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي "د سویډن غړیتوب به موږ ټول پیاوړي او خوندي کړي."
سټولټنبرګ په دې باندې په ټینګار سره چې د هنګري د ملي شورا له خوا په ناټو کې د سویډن د ګډون د تصویب هرکلی کوي، یادونه وکړه چې سویډن به د ناټو ۳۲م غړی او متحد وي.