که چیرې ایران روسیې ته بالستیک توغندي ورکړي د نړۍوالې ټولنې د سخت غبرګون سره مخامخ شي
په امریکا کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د اړیکو سلاکار جان کربي ویلي چې روسیې ته د ایران د بالستیک توغندیو د احتمالي ورکولو په اړه به د نړیوالې ټولنې غبرګون چټک او ډیر سخت وي.
په امریکا کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د اړیکو سلاکار جان کربي ویلي چې روسیې ته د ایران د بالستیک توغندیو د احتمالي ورکولو په اړه به د نړیوالې ټولنې غبرګون چټک او ډیر سخت وي.
جان کربي په خپل ورځني خبري کنفرانس کې د رویټرز خبري اژانس د هغې ادعا په اړه ارزونې وکړې چې ګواکې ایران روسیې ته بالستیک توغندي ورکوي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د اړیکو سلاکار کربي ادعا وکړه چې "له روسیې سره د ایران ژورې پوځي اړیکې او همکارۍ" به نه یوازې اوکراین بلکې په سیمه کې د ایران ګاونډیانو او نړیوالې ټولنې ته هم زیان ورسوي.
کربي وویل چې دوی مسله له نږدې څاري او نشي کولی د نوموړې ادعا تایید کړي.
"تاسو ډاډه اوسئ چې که ایران د بالستیک توغندیو استولو ته دوام ورکړي، د نړیوالې ټولنې غبرګون به چټک او سخت وي."
کربي اشاره وکړه چې دوی کولی شي دا مسله د اړتیا په صورت کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ورسوي.
"موږ به په اروپا او نورو ځایونو کې د خپلو متحدینو او شریکانو سره د غبرګون نور انتخابونه همغږي کړو."
جان کربي په تیرو وختونو کې د روسیې او ایران ترمینځ د پوځي ملګرتیا په وړاندې د اقدام کولو توان په یادولو سره ټینګار وکړ چې دوی به په راتلونکي کې هم ورته عمل وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې دوی به پر ایران د روسیې د ملاتړ په خاطر نور بندیزونه ولګوي.
"که ایران پر روسیې بالستیک توغندي وپلوري، موږ چمتو یو چې لا قوي بندیزونه ولګو."
رویټرز خبري اژانس د فبرورۍ په ۲۱مه په خپل خبر کې له ایراني چارواکو سره د مرکو پر بنسټ ادعا وکړه چې دغه هېواد روسیې ته شاوخوا ۴۰۰ بالستیک توغندي ورکړي دي.