اوکراین د روسیې اړوند د یوې پرمختللې جنګي الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړی دی.
د اوکراین د هوايي ځواک قوماندان نیکولای اولیسچوک ویلي دي چې د دوې ځواکونو روسیې یوه Su-34 ډوله جنګي الوتکه ویشتلې ده.
اوکراین د روسیې اړوند د یوې پرمختللې جنګي الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړی دی.
د اوکراین د هوايي ځواک قوماندان نیکولای اولیسچوک ویلي دي چې د دوې ځواکونو روسیې یوه Su-34 ډوله جنګي الوتکه ویشتلې ده.
اولیسچوک د خپل ټولنیز میډیا پاڼې له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې د اوکراین پوځ د روسیې یوه Su-34 ډوله جنګي الوتکه ویشتلې ده.
د اوکراین د هوايي ځواکونو د قوماندانۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تیره شپه روسیې د یو S-300 لارښود توغندی، یو X-59 هوايي توغندی او ۴ X-22 توغندیو سربیره د ۱۹ شاهد ډوله ډرون الوتکو سره د اوکراین په خاوره بریدونه کړي دي.
په بیان کې ويل شوي چې د اوکراين د هوايي دفاعي ځواکونو عناصرو د پولتاو په سيمه کې د روسيې د X-59 هوايي توغندی ، په خارکيف، دنيپروپيتروفسک، زاپوريزيا او دونيتڅک سيمو کې ۱۳ "شاهد" ډوله ډرون الوتکې له منځه وړي دي .
د ویلو ده چې اوکراین د فبرورۍ له ۱۷ نیټې راهیسې د روسیې ۶ جنګي الوتکې ویشتلې دي.