د بلغاریا ولسمشر: د هیواد د وسله والو ځواکونو په اجنډا کې تر ټولو مهمه مسئله د پرسونل کمښت دی.
د بلغاریا وسله وال ځواکونه د پرسونل د کمښت سره مخامخ دی
د بلغاریا ولسمشر رومن رادیف وویل چې د هیواد د وسله والو ځواکونو په اجنډا کې تر ټولو مهمه مسئله د پرسونل کمښت دی.
ولسمشر رادیف دغه څرګندونې د وسله والو ځواکونو پر عمومي وضعیت خبرو کولو په موخه په جوړې شوې کلنۍ غونډه کې وکړې .
رادیف ټینګار وکړ چې د هیواد د دفاعي ظرفیتونو د پلانولو لپاره د تدارکاتو پیچلې کړنلارې شتون لري.
هغه وویل، «زموږ د وسلهوالو ځواکونو په اجنډا کې تر ټولو مهمه موضوع د پرسونل کموالی دی.
رادیف وویل، چې د لوړو شخصیتونو لرونکي ځوانان باید په وسله وال پوځ کې وګمارل شي او مسلکي روزنه دې ورکړل شي.
د دفاع وزیر تودور تاګاریف، چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی و، اشاره وکړه چې په پوځ کې د پرسونل د کمښت په څېر ستونزې د حل وړ نه دي.
د لوی درستیز جنرال ایمیل افتیموف هم وویل، "زموږ هیواد په دفاعي سکتور کې د پانګونې په برخه کې وروسته پاتې دی. په دې برخه کې د لګښتونو لپاره پراخ ټولنیز ملاتړ ته اړتیا ده."
افتیموف دا هم وویل چې بلغاریا د ناټو د ۱۸ هیوادونو څخه دی چې د خپل ناخالص ملي تولید ۲ سلنه په دفاعي سکتور مصرفوي.