د عدالت په نړۍواله محکمه کې د اسرائیلو د یرغلګر سیاستونو او کړنو په اړه محکمې جلسه پيل شوه

د عدالت په نړیواله محکمه کې د فلسطین په خاوره کې د اسرائیلو د اشغالګرو سیاستونو او کړنو د حقوقي پایلو په اړه د محکمې جلسه پیل شوه.

2104351
د عدالت په نړۍواله محکمه کې د اسرائیلو د یرغلګر سیاستونو او کړنو په اړه محکمې جلسه پيل شوه

د عدالت په نړیواله محکمه کې د فلسطین په خاوره کې د اسرائیلو د اشغالګرو سیاستونو او کړنو د حقوقي پایلو په اړه د محکمې جلسه پیل شوه.

د ویلو ده چې تورکیه به هم د فبروري په ۲۶ مه نیټه په محکمه کې د اسرائیلو پر خلاف خپل بیان ورکړي. همداشان استازو ته په محکمه کې د بیان په خاطر ۳۰ – ۳۰ دقیقې وخت ټاکل شوی دی  .

د فلسطین د بهرنیو چارو وزیر ریاض المالکي د عدالت نړیوالې محکمې ته په خپله وینا کې وویل، د ملګرو ملتونو منشور د ټولو خلکو د خپلواکۍ حق تضمین کړی او ژمنه یې کړې چې نړۍ به له استعمار او نژاد پرستۍ څخه وژغوري، خو فلسطینیان د لسیزو راهیسې د دې حق څخه محروم دي.

په فلسطین کې د اسرائیلو له خوا ترسره شوي جنایتونه په اړه د عدالت په نړۍواله محکمه کې بحث کیږي. "د ختیځ بیت المقدس په ګډون په اشغال شویو فلسطیني سیمو کې د اسرائیلو د سیاستونو او کړنو د قانوني پایلو په اړه د مشورتي نظر" اورېدنه د عدالت په نړیواله محکمه  کې پیل شوې ده. د فلسطین استازي به نن په د محکمې په جلسه کې چې د ټولو پر مخ خلاصه  څرګندونې وکړي . د ویلو ده چې د عدالت په نړۍواله محکمه کې غونډې به  د فبروري له ۱۹ څخه تر ۲۶ پورې دوام وکړي.

د فلسطین د بهرنیو چارو وزیر ریاض المالکي د عدالت نړیوالې محکمې ته په خپله وینا کې وویل، د ملګرو ملتونو منشور د ټولو خلکو د خپلواکۍ حق تضمین کړی او ژمنه یې کړې چې نړۍ به له استعمار او نژاد پرستۍ څخه وژغوري، خو فلسطینیان له دې حقه محروم شوي دي.

اسرائیل، چې خپل نظر یې په لیکلي ډول وړاندې کړی، په شپږ ورځني اوریدنه کې به ګډون ونه کړي، د ویلو ده چې د محکمې پدې جلسه کې به چې ۶ ورځې به دوام وکړي د ۵۲ هیوادونو او ۳ نړۍوالو سازمانونو استازو کډون کړی دی ویناوې وکړي.  د ویلو ده چې د جلسې نه وروسته د عدالت د نړۍوالې محکمې پریکړه کومه قانوني بڼه نلري خو د حقوقي او اخلاقي پلوه ډیرې زیاتې اعیزې کولی شي.



اړوند خبرونه