د ابرزیل ولسمشر: هغه څه چې نن په غزه کې د فلسطینیانو سره روان دي ، په تاریخ کې هیڅکله نه دي پیښ شوي
د برازیل ولسمشر لویز اناسیو لولا دا سلوا وویل: "هغه څه چې نن په غزه کې د فلسطینیانو سره روان دي ، په تاریخ کې هیڅکله نه دي پیښ شوي. په حقیقت کې هغه وخت پیښ شو چې هټلر د یهودانو د وژلو پریکړه وکړه."
د برازیل ولسمشر لویز اناسیو لولا دا سلوا وویل: "هغه څه چې نن په غزه کې د فلسطینیانو سره روان دي ، په تاریخ کې هیڅکله نه دي پیښ شوي. په حقیقت کې هغه وخت پیښ شو چې هټلر د یهودانو د وژلو پریکړه وکړه."
لولا دا سلوا چې د افریقايي ټولنې په سرمشریزه کې د ګډون لپاره د ایتوپیا پلازمېنې ادیس ابابا ته تللی و، پر غزې د اسرائیلو د بریدونو په اړه څرګندونې وکړې. لولا وويل: "هغه څه چې په غزه کې روان دي، جګړه نه ده، دا نسل وژنه ده، دا د پوځيانو پر وړاندې د پوځيانو جګړه نه ده، دا د يو ډېر لوړ امکاناتو خاوند پوځ لخوا د ښځو او ماشومانو پر خلاف جګړه ده."
لولا په دې خبرې سره چې په غزې تړانګه باندې د اسرائيلو بريدونه د هولوکاسټ په شان دي، وويل: هغه څه چې د غزې په تړانګه کې د فلسطيني ولس سره پېښ شول، په تاريخ کې په بل هيڅ وخت کې نه دي پیښ شوي، په حقيقت کې یو ځل پیښ شوي چې هغه هم هټلر لخوا د یهودانو د وژلو سره."
د اکټوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د لږ تر لږه ۱۲ زره ۶۶۰ ماشومانو او ۸ زره ۵۷۰ ښځو په ګډون ۲۸ زره ۹۸۵ فلسطینیان وژل شوي او ۶۸ زره ۸۸۳ کسان ټپیان شوي دي.