سټولټنبرګ اعلان وکړ چې د ناټو متحدینو موافقه کړې چې اوکراین ته یو میلیون بې پیلوټه الوتکې  واستوي.

ناټو غړي هیوادونه اوکراین ته یو میلیون بې پيلوټه الوتکې ورکوي

2103081
سټولټنبرګ اعلان وکړ چې د ناټو متحدینو موافقه کړې چې اوکراین ته یو میلیون بې پیلوټه الوتکې  واستوي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ اعلان وکړ چې د ناټو متحدینو موافقه کړې چې اوکراین ته یو میلیون بې پیلوټه الوتکې  واستوي.

سټولټنبرګ دغه څرګندونې د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د ناټو په مرکز کې د دفاع وزیرانو او د ناټو او اوکراین د شورا له غونډې وروسته خبري غونډې ته وکړې.

ستولتنبرګ وویل: "د متحدینو یوه ډله اوکراین ته د یو میلیون بې پیلوټه الوتکو د سپارلو په هدف سره راټولیږي. د ناټو ټولو ۲۰ غړیو پریکړه کړې چې د ماین پاکولو ایتلاف جوړ کړي."

سټولټنبرګ د یوې پوښتنې په ځواب کې په توره بحیره کې د تورکیې، بلغاریا او رومانیا لخوا په ګډه ماین پاکولو څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، دې هڅو اوکراین ته دا توان ورکړی چې خپلې ځمکنۍ اوبه وکاروي، د روسیې پر وړاندې په سمندر کې بریاوې ترلاسه کړي او خپلې غلې دانې صادرې کړي.

سټولټنبرګ دغه راز اعلان وکړ چې په پولنډ کې د ناټو او اوکراین د ګډ تحليل او روزنيز مرکز د جوړولو پريکړه شوې ده او زياته يې کړه چې د دې جوړښت موخه د اوکراين پوځ ته د متحدينو د تجربو د شريکولو له لارې د درسونو او تجربو برابرول دي.



اړوند خبرونه