ټرمپ یو ځل بیا د ناټو هغه غړي چې خپل مالي مکلفیتونه نه پر ځای کوي وګواښل
ټرمپ : د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو په صورت کې به د ناټو د هغه غړیو هیوادونو چې خپل مالي مکلفیتونه نه پر ځای کوي د روسیې د تیري او بریدونو مخه ونه نیسي.
د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا ددې خبرې په ټینګار وویل ، که چیرې د ناټو غړي هیوادونه د ناټو د سازمان په اړه خپل مالي مسئولیتونه پر ځای نکړي، د هغوې پر خلاف د روسیې د هر ډول تیري او برید مخه به ونه نیسي. هغه ویلي دي چې زه په خپله خبره ولاړ یم او خپله خبره بیا تکراروم.
ډونلډ ټرمپ د ناټو په اړه د خپلو څرګندونو په اړه د جنوبي کارولینا په شمالي چارلستون سیمه کې د ټاکنیز غونډې پر مهال ارزونې وکړې.
ټرمپ وویل چې په ټینګار سره د خپلو څرګندونو تر شا ولاړ یم.
"که (د ناټو غړي) پیسې ورنکړي، موږ به هم د هغوې ساتنه ونکړو. پدې خبره دې هر سړی ځان ښه پوه کړي."
د ویلو ده چې ټرمپ د تیرې اونۍ په پای کې په جنوبي کارولینا کې په خپله وینا کې، ګواښ کړی وو، د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو په صورت کې به د ناټو د هغه غړیو هیوادونو چې خپل مالي مکلفیتونه نه پر ځای کوي د روسیې د تیري او بریدونو مخه ونه نیسي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن او د ناټو غړو اروپايي سیاستوالو د ټرمپ ددې ګواښونو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.