د جرمني د دفاع وزیر: د اوکراین جګړې ثابته کړه چې روسیه «یورو  سیمې لپاره تر ټولو ستر ګواښ» دی.

د جرمني د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس ویلي، د تیرو لسو کلوو راهیسې له اوکراین سره جګړه کوونکی روسیه د «یورو اتلانتیک د  سیمې لپاره تر ټولو ستر ګواښ» دی.

2102754
د جرمني د دفاع وزیر: د اوکراین جګړې ثابته کړه چې روسیه «یورو  سیمې لپاره تر ټولو ستر ګواښ» دی.

د جرمني د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس ویلي، د تیرو لسو کلوو راهیسې له اوکراین سره جګړه کوونکی روسیه د «یورو اتلانتیک د  سیمې لپاره تر ټولو ستر ګواښ» دی.

بوریس پیستوریوس دا څرګندونې د اوکراین د دفاعي تماس ډلې له غونډې مخکې د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په څنډه کې وکړې.

پیستوریوس دې ته په اشارې سره چې له اوکراین سره د روسیې د جګړې دویم کال او د کریمیا د الحاق لسم کال دی.

اوکراین له لسو کلونو راهیسې د روسیې پر وړاندې له ځانه دفاع کوي. دا یو ځل بیا په ډاګه کوي چې روسیه اوس مهال د یورو اتلانتیک په سیمه کې تر ټولو لوی ګواښ دی.

بوریس پیستوریوس وویل، په تېرو دوو کلونو کې له اوکراین سره د عاجلو مرستو مسله مطرح شوې او اوس اوږدمهاله مرستې مهمې دي او یادونه یې وکړه چې دغه هېواد ته د هوايي دفاعي وړتیا برابرول به په راتلونکې کې اساسي موضوع وي.

د جرمني وزیر وویل چې د روسیې او اوکراین له جګړې څخه درس اخیستل شوی چې مهمات څومره مهم دي.

"په نهایت کې، د اوکراین د جګړې برخلیک به د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د وسلو تولیدونکو هیوادونه د خپلو وسلو د  تولید سره وټاکي. اوسمهال کافي مهمات شتون نلري."

له همدې امله، پیستوریوس وویل چې هغه په ​​آلمان کې د مهماتو د تولید فابریکې د بنسټ ایښودلو څخه خوښ دی او د آلمان حکومت د ۲۰۲۴ کال په بودیجه کې د مهماتو لګښتونو لپاره درې نیم  میلیارد یورو ځانګړي کړي، او زیاته کړه چې دوی به اوکراین د توپونو مرمۍ درې ۴ برابره  په ۲۰۲۴ کال چمتو کړي..



اړوند خبرونه