په فرانسه کې د اسرائیلو پر خلاف مهم ګام اوچت شو

د فرانسې  اپوزیسیون تسلیم ناپذیر  (LFI) ګوند پارلمان ته یو وړاندیز وړاندې کړي چې "فرانسه دې د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني".

2102103
په فرانسه کې د اسرائیلو پر خلاف مهم ګام اوچت شو

د فرانسې  اپوزیسیون تسلیم ناپذیر  (LFI) ګوند پارلمان ته یو وړاندیز وړاندې کړي چې "فرانسه دې د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني".

د فرانسې تسلیم ناپذیر  ګوند د پارلماني ډلې مرستیالې ماټیلډ پانوټ د خپل ګوند په اونیز خبري  کنفرانس کې په خپله وینا کې وویل چې په فلسطین کې وحشت له خپل حد نه  تیر شوی او دوی د دې وضعیت په اړه اندیښمن دي.

پانوټ يادونه وکړه، چې ګوند به يې پارلمان ته يو وړانديز وړاندې کړي، چې د فلسطين دولت په رسميت وپېژني او په دې برخه کې به له خپل هېواده وغواړي، چې په ملګرو ملتونو کې د فلسطين دولت په رسميت وپېژني.

"وروسته له هغې چې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له ټولو فلسطینیانو وغوښتل چې د غزې په جنوب کې پناه واخلي، ۱.۴ میلیونه فلسطینیان رفاح ښار ته پناه وړې ده." فرانسوي سیاستوال خبرداری ورکړی چې په رفاح باندې د اسرائیلو د بریدونو سره به سیمه د وینو په جهیل بدله شي. "

هغې ویلي دي " زه په یوې خبرې نه پوهیږم ، د اسرائیلو حکومت لومړی د غزې د خلک د غزې سویل رفاح ته کډوالۍ ته اړ ویستل او غوښتنه وکړه چې خلک رفاح ته پناه یوړي، خو نن ورځ بیرته په رفاح سیمه کې د کډوالو پر خیمو او کورونو بریدونه کوي، ایا ددې بریدونو ته دوې څه ډول پیغام ورکول غواړي."

ماتیلډ پینوټ وویل چې د دې ډول عمل په کولو سره "اسرائیلو خپل نسل وژنې اراده څرګنده کړه.

هغې د وضعیت په اړه د خپلې اندیښنې په څرګندولو سره، یادونه وکړه چې "فرانسه باید د دې هیواد په وړاندې د بندیزونو د مسلې په اړه په لوړ غږ خبرې وکړي ترڅو نتنیاهو په غزه کې د ډله ایزو قتل عام مخه ونیسي."



اړوند خبرونه