د جنوري په میاشت کې د امریکا او مکسیکو په پوله کې د نیول شوي کډوالو شمیر ۵۰ سلنه کم شوی.
د جنوري په میاشت کې د امریکا او مکسیکو په پوله کې د نیول شوي کډوالو شمیر د تیرې میاشتې په پرتله ۵۰ سلنه کم شوی.
د جنوري په میاشت کې د امریکا او مکسیکو په پوله کې د نیول شوي کډوالو شمیر د تیرې میاشتې په پرتله ۵۰ سلنه کم شوی.
د امریکا د ګمرکونو او سرحدونو د محافظت ادارې اعلان وکړ چې د جنوري په میاشت کې ۱۲۴ زره ۲۲۰ کسان د مکسیکو په پوله کې توقیف شوي، پداسې حال کې چې په دسمبر کې ۲۴۹ زره ۷۳۵ کسان نیول شوي وو.
په دې توګه، د جنورۍ په میاشت کې د نیول شویو غیرقانوني مهاجرینو شمیر د ولسمشر جو بایډن په دوره کې د دریمې ټیټې کچې په توګه ثبت شو.
د امریکا د ګمرکونو او سرحدونو د محافظت سرپرست کمېشنر ټروې میلر په دې اړه رسنیو ته ویلي دي چې د موسمي حالاتو او د امریکا او د هغې د متحدینو له خوا د بندیزونو زیاتېدل د دې لامل شوي چې دا شمیره ټيټه شي.
میلر دې ته اشاره وکړه چې که څه هم د مکسیکو په سرحد کې د نیول شویو مهاجرینو شمیر د تیرې میاشتې په پرتله نیمایي ته راټیټ شوی، د امریکا په سرحدونو کې جدي ستونزې دوام لري، کډوالۍ ستونزه د ظرفیت څخه لوړه ده.
د د امریکا د ګمرکونو او سرحدونو د محافظت د ادارې د معلوماتو له مخې، د اریزونا ایالت هغه سیمه وه چې د جنوري په میاشت کې د ۵۰ زره ۵۶۵ د غیرقانوني کډوالو د تیریدو ترټولو لوړه شمیره ثبت کړې ده .
د تکزاس په ایالت کې چې د بایډن له ادارې سره د سرحدي امنیت شخړه دوام لري، په جنورۍ میاشت کې د ناقانونه کډوالو تیریدل د تیرې میاشتې په پرتله په سلو کې ۷۶ سلنه کم شوي او ۱۶ زره ۷۱۲ ته راښکته شوی دی.
د ډسمبر په میاشت کې د نیول شویو وینزویلا غیرقانوني مهاجرینو شمیر له ۴۶ زره ۹۲۰ تنو څخه ۴ زره ۴۲۲ تنو ته ۹۱ سلنه کم شوی.